کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان بانک د کارکوونکو وژنه وغندله

کابل کې د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان بانک د پنځو کارکوونکو وژل غندلي دي.

د هرات چارواکو وویل چې دغه کسان پرون د هرات-اسلام کلا بندر ترمنځ سیمه کې طالبانو لومړی وتښتول او بیا یې ووژل.

د امریکا سفارت پر پېښې خواشیني څرګنده کړې او په ټویټرپاڼه‌یې لیکلي، دغو کسانو خپلې کورنۍ پرېښې وې او د دې لپاره دندې ته تلل چې د کرونا له امله د رامنځته شویو ګواښونو سره سره مالي سیستم فعالیت ولري.طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.