ایران یوه بریتانوۍ په مؤقته توګه له زندان خوشې کړه

ارس امیري (منځ کې) له خپل پلار او مور سره له زندانه له خوشې کېدو وروسته.

د بخښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنشنل وايي د ایران حکومت د بریتانیا اوسېدونکې ارس امیري (Aras Amiri) چې په دې هېواد کې بندي وه، په موقتي ډول له زندانه خوشې کړې ده.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د بریتانیا د څانګې مشر دارین نایر په یوه بیان کې چې پرون د اپرېل په نهمه پر ټویټر خپور شو ویلي، پېغله امیري چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې له یوې بلې مېرمنې نازنین زاغري راتکلف سره یوځای د تهران په ایوین زندان کې بندي وه، په موقت ډول له زندانه رخصت شوې ده.

ښاغلی نایر زیاتوي ایراني چارواکي باید ارس امیري ته اجازه ورکړي چې لندن ته ولاړه شي.

د ایران سترې محکمې په اګسټ میاشت کې نوموړې په جاسوسۍ تورنه او په ۱۰ کاله حبس‌یې محکومه کړه. ایراني چارواکو امیري په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال ونیوله چې د خپلې مور د لیدو لپاره ایران ته تللې وه.