'میدان وردګ کې هوايي حملې د طالبانو نومول شوی والي وژلی'

د افغانستان په عمومي نقشه کې میدان ورګ

د میدان وردګ ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې هلته په یوه هوايي برید کې د طالبانو نومول شوی والي او څلور نور وسله‌وال کسان وژل شوي دي.

په دې اړه د میدان وردګ ولایت له مقامه ازادي راډيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو نومول شوی والي ملا ولي جان مشهور په حمزه او څلور نور کسان‌یې تېره ورځ د سیداباد ولسوالۍ پټان‌خېلو کلي کې د وسله‌والو مخالفینو پر یوه قرارګاه په هوايي برید کې وژل شوي او اته تنه نور وسله‌وال ټپیان دي.

د میدان وردګ ولایت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه بريد کې د وسله‌والو مخالفینو د یوه پټن‌ځای سربېره د دوی یو شمېر وسلې او مهمات هم له‌منځه تللې دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.