د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په یمن کې اوربند اعلان کړ

په یمن کې یو شمېر حوثي جنګیالي

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې د ایران‌پلوه شیعه حوثیانو په وړاندې جنګېږي، نن اوربند اعلان کړ.

دغه اوربند چې له نن غرمې څخه عملي کېږي، په دې هېواد کې د پنځه کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو په ملاتړ شوی دی.

د دغه ائتلاف ویاند ډګروال ترکي ال‌مالکي پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې دغه اوربند به دوه اوونۍ دوام وکړي، خو ښایي اوږد هم شي.

هغه همدارز وویل چې دغه اوربند ځکه اعلانوي چې په یمن کې د کرونا ویروس د خپرېدو له مخنیوي سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په تېره مارچ میاشت کې د یمن په ګډون د نړۍ له ټولو هغو هېوادونو او سیمو چې په‌کې جګړې او شخړې روانې دي، غوښتي و چې کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره جګړې ودروي.

دا لا معلومه نه ده چې هوثي سخت دریځي به دغه اوربند سره موافقه وکړي.

د دوی ویاند محمد عبدالسلام ویلي، هوثیانو ملګرو ملتونو ته یو داسې جامع وړاندیز لېږلې چې د جګړې پای ته رسول هم په کې شامل دي.

عبدالسلام په ټویټرپاڼه لیکلي، د حوثیانو وړاندیز به سیاسي دیالوګ او انتقالي پړاو ته بنسټ برابر کړي.

په یمن کې چې د عربي نړۍ بې‌وزله هېواد دی وروسته له هغه تاوتریخوالی پیل شو چې ۲۰۱۴ کال کې‌یې حوثي یاغیانو هلته حکومت وپرځاوه.

وروسته سعودي او ایران هم د یمن جګړه کې په نیابتي ډول ښکېل شول، له دې سره یمن له ناوړه بشري ناورین سره مخامخ شو.