د بریتانیا صدراعظم لا هم په روغتون کې تر جدي څارنې لاندې دی

د بریتانیا صدراعظم

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون چې په کرونا ویروس اخته دی بېګا دوهمه شپه هم په روغتون کې تر جدي څارنې لاندې تېره کړه.

بورېس جانسون د نړۍ تر ټولو لوی سیاسي مشر دی چې کرونا ویروس نیولی دی.

د هغه ویاند نن د اپرېل ۸مه، ویلي چې د صدراعظم روغتیايي وضعیت ثبات لري، خو د دې لپاره چې تر نظر لاندې وي، په ای سي یو یا د شدید مراقبت په خونه کې ساتل کېږي.

د بورېس جانسون مسئولیتونه د اوس لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومنیک راب ته سپارل شوي دي.

راب ویلي باور لري چې بورېس جانسون به له کرونا ویروس سره جنګ وګټي ځکه هغه یو جنګیالی دی.