'طالبانو د پل علم لومړۍ حوزې جنایي امر او دوه سرتېري وژلي'

د لوګر نقشه

د لوګر سیمه‌ییز چارواکي وایي چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د پل علم ښار پر لومړۍ حوزه حمله کړې او د لومړۍ حوزې جنایي امر څارمن نور خدا یې له دوو سرتېرو سره یوځای وژلی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ نن د اپرېل ۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌وال طالبان تر حملې وروسته تښتېدلي دي.

وسله‌والو طالبانو یا بلې ډلې لا د حملې مسئولیت نه‌دی اخیستی.