ننګرهار کې لسګونه نوي باغونه جوړ شول

ارشیف

په ننګرهار کې د بڼوالو د اقتصادي پراختیا په هدف په لسګونه جریبه ځمکه کې نوي باغونه جوړ شول.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، دغه تجارتي باغونه د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په ۹۶۲ جریبه ځمکه کې جوړ شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې کې د شفتالو، مالټو او املوکو باغونه شامل دي.

نوموړي وویل چې دغه باغونه د ننګرهار په اچین، چپرهار، کوټ، رودات، خوگیاني او شېرزاد ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د دغه ونو باغونو ښه حاصلات ورکړي وو.