پاکستان له همغږۍ پرته زرګونه افغانان دې خوا را اړولي

پاکستان څخه د سپین بولدک دروازې له لارې راستنېدونکي افغانان

د ننګرهار چارواکي انتقاد کوي چې د پاکستان حکومت له همغږۍ پرته زرګونه هغه افغانان دې خوا را اړولي چې په تورخم کې ایسار و.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې دوی په تورخم کې د دری زره کسانو لپاره د قرنطین زمینه برابره کړې وه، خو د خلکو په زیاتېدو سره مجبوره شول چې یوازې مشکوک کسان وساتي او نور رخصت کړي.

په ننګرهار کې د قرنطین د لګولو په لومړۍ ورځ سلګونه کسان د تورخم په قرنطین ساحه کې وساتل شول، خو ګڼو انتقاد کاوه چې ان یوې جنازې ته‌یې هم په لومړي سر کې د مخکې تګ اجازه نه‌ورکوله.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي و چې قرنطین‌یې د خلکو د ژغورنې او د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره جدي نیولی او هدف‌یې دا نه‌دی چې خلک له ستونزو سره مخ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په وینا له دوشنبې تر پنجشنبې په تورخم او چمن کې ایسار زرګونه افغانانو ته اجازه ورکول کېږی چې افغانستان ته واوړي.