د 'نیمه نړۍ' د دې اوونۍ په خپرونه کې د ښځو د ښکلا د جراحۍ په اړه معلومات او مرکې چمتو شوې دي.
د پلاستیک جراحي یا د ښکلا لپاره جراحي اوسمهال د افغانستان په لويو ښارونو په ځانګړي ډول مرکز کابل کې ګڼ مينهوال لري.
د دې درملنې او ځان ښايسته کولو ډېرې مينهوالې نجونې او ښځې دي.
- خو ایا دغه جراحي یوازې هغه ښځې کوي چې ظاهري څېرهیې ښکلې نهوي؟
- د ښکلا جراحي باید کله وشي او کوم کسان کولای شي چې د ښکلا جراحي ترسره کړي؟
- د ښکلا جراحي د ګټې ترڅنګ کومې ستونزې راولاړوي؟
- کوم جانبي زیانونه لري؟
- او کومو نجونو چې د ښکلا جراحي کړې ده اوس څومره له دغه کاره راضي دي؟
د دغو ټولو پوښتنو ځواب به په همدې خپرونه کې واورئ.
دا خپرونه وږمې جبارخېل جوړه کړې ده او د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5