بشر حقونو څار سازمان: امریکا دې د ایران پر اقتصاد بندیزونه راکم کړي

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان یا هیومن رایتس واچ

د بشر حقونو څار نړیوال سازمان یا هیومن رایتس واچ پر امریکا غږ کړی چې د ایران پر اقتصاد بندیزونه راکم کړي او دغه هېواد ته له مجازاتو معاف موادو د لېږد جواز وغځوي څو ډاډمنه کړي چې ایران د روانې وبا سره د مبارزې پر مهال د بشري مرستو څخه برخه‌من کېږي.

دا غوښتنه نن د اپرېل شپږمه داسې مهال شوې چې په خپله تهران او هم یو شمېر نورو هېوادونو هم وړاندې ورته غوښتنې کړې وې.

د ا مریکا ولسمشر وړاندې ایران ته د بشري مرستو د ورکولو وړاندیز کړی وو، خو ایراني چارواکو هغه وړاندیز رد کړ او ویې‌ویل که واشنګټن د مرستې نیت لري، نو پر ایران دې بندیزونه لیرې کړي.

ایران له هغو هېوادونو دی چې کرونا ویروس ډېر ځپلی، د رسمي شمېرو له مخې په ایران کې تر ۶۰ زره ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي او څه باندې ۳۷۰۰ له همدې کبله مړه شوي دي.

یو شمېر متخصصین او منتقدین ګمان کوي چې ښایي شمېرې تر دې ډېرې وي.