بشر حقونو کمېسیون: میدان وردک کې د ملکي وژنو عاملین دې محاکمه شي

ارشیف، له ٢٠٠٩ کال تر ٢٠١٩ کاله پورې له ٨٦ زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

ارشیف، له ٢٠٠٩ کال تر ٢٠١٩ کاله پورې له ٨٦ زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په میدان وردک ولایت کې د وروستیو ملکي وژنو د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوي.

د دې کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله فرهنګ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۸» ازادي راډیو ته وویل: "د میدان وردګ ولایت د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي، د ژوند کولو حقوق په پام کې نه‌دي نیول شوي، خو د افغانستان له حکومته غواړو چې د دې پېښې عاملین، حتی که دا پېښه په عمدي ډول نه‌وي هم ترسره شوي، ودې نیسي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي."

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتي چې د ښاریانو ژوند ته په پاملرنې سره، عام خلک او عمومي او غیر پوځي ځایونه په نښه نه‌کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د سرچینو په وینا له ٢٠٠٩ کال تر ٢٠١٩ کاله پورې له ٨٦ زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې کمېسیون د شمېرو له مخې یوازې ٢٠١٩ کال کې ٢٨١٧ ملکیان وژل شوي او ٧٩٥٥ نور ټپیان شوي دي.