د تورخم له لارې د افغان مسافرو راستنېدنه پیل شوه

د تورخم دروازه

د تورخم له لارې له پاکستان څخه د افغان مسافرو د راستنېدو لړۍ پیل شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته په را استولي پیغام کې ویلي چې دغه لړۍ نن دوشنبه سهار اووه نیمې بجې پیل شوه.

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره چې راستنېدونکي مسافر تر طبي څېړنو وروسته ځانګړي مرکز ته لېږدول کېږي چې هلته به له ۱۴ تر ۲۱ ورځو په قرنطین کې وي.

دی وایي هغه مسافر چې د کرونا ویروس نښې په‌کې ولیدل شي، په یوه جلا او ځانګړي ځای کې به تر قرنطین لاندې ونیول شي.

ښاغلی خوګیاڼۍ وايي چې د راستنېدنې دا لړۍ به درې ورځې دوام وکړي.

د ننګرهار ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو په خبره، په تورخم ښارګوټي کې د مسافرو د قرنطین او طبي څېړنو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی او په دې برخه کې کومه ستونزه نه‌لیدل کېږي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د اوس لپاره په تورخم کې د زر تنو د قرنطین لپاره تیاریانې نیول شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې د کرونا ویروس ۱۱ پېښې ثبت شوي چې اووه یې منفي، دوه مثبتې، او د دوو نورو یې تر اوسه پایله معلومه نه‌ده.