ایټالیا او اسپانیا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوي

ایټالیا او اسپانیا کې دوه لکه او ۶۰ زره کسان کرونا پر ویروس اخته شوي او د مړو شمېر له ۲۸ زرو اوښتی.

ایټالیا او اسپانیا چې د کرونا له لاسه ډېر خلک په‌کې مړه شوي د مثبتو پېښو په شمېر کې د یوه اندازه کموالي خبره کړې، خو امریکا بیا د یوې سختې اوونۍ خبرداری ورکړی.

په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له درې لکه او ۳۱ زرو اوښتی او د مړو شمېر نهه نیمو زرو ته پورته شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې له بده بخته به د مړو شمېر لا پسې زیات شي.

ایټالیا او اسپانیا چې په ټوله نړۍ کې یې د کرونا ویروس له لاسه زیات خلک مړه شوي ویلي چې په دې یو دوه وروستیو ورځو کې یې مثبتې پېښې راکمې شوې دي.

دې دواړو هېوادونو کې دوه لکه او ۶۰ زره کسان کرونا نیولي، خو د مړو شمېر یې له ۲۸ زرو اوښتی دی.

په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر د جانز هاپکنز پوهنتون په اساس له ۱۲نیمو لکو اوښتی او ۶۸۵۰۰ کسان‌یې مړه کړي.