په کونړ کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د چهارمغزو ۷۰ زره نیالګي ایښودل شوي دي.
د دغه ولایت د کرنې رياست سرپرست نجیبالله ازادي راډیو ته وویل چې دغه پیسې د کرنې وزارت له لوري ورکړل شوي چې په پنځو کلونو کې به مېوې ورکړي.
نوموړي وویل چې هر کال په سلګونه ټنه وچې مېوې له دغه ولایت څخه بهر ته صادرېږي چې دا به له بڼوالو سره د پام وړ مرستې وکړي.
خو بڼوال وایي حکومت باید ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې ده چې په کونړ کې د چهارمغزو ونې ښه حاصل ورکوي.