افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۶ تنو ته ورسېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړو شويو شمېر ۶ تنو ته لوړ شو.

په همدې حال کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۴ شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د جمعې په ماښام په کابل کې رسنیو ته وویل: "د کرونا ویروس پنځه دېرش نوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې پنځلس په هرات ولایت کې، څوارلس کابل کې، یوه په ننګرهار کې او په دایکندي، بغلان او کندهار هر یوه کې یوه پېښه ثبت شوې. په هرات کې پنځلس نارینه او څلور ښځې په دې ویروس اخته شوي دي.

د ښاغلي مایار په وینا د کورونا ناروغۍ له کبله په ۲۴ ساعتو کې د مړینې دوه نوي پېښې ثبت شوي چې له دې سره د مړو شویو شمېر ۶ ته لوړ شو.

یوه ښځه په دایکندي کې له دې ویروسه مړه شوې چې له مخکې يې د پښتورګو ناروغي درلوده او په دې وروستیو کې يې ایران ته سفر کړی وو.

همداراز په هرات ولایت کې یو ۷۰ کلن سړی چې له مخکې يې د زړه او سابندۍ ناروغي درلوده، له کووید-۱۹ څخه مړ شوی.

تر دې مخکې یو کس په بلخ ولایت او درې په هرات ولایت کې مړه شوي وو.