د کرونا ویروس د منفي اغېز له امله د بشر حقونو کمېسیون اندېښنه

ارشیف

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنه څرګنده کړې چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو وېره باید د سولې په پروسه کې د افغانانو پر ګډون منفي اغېز ونه کړي.

د دې کمېسیون کمېشنرې شبنم صالحي د جمعې په ماښام ازادي راډيو ته وویل چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله خلک په کورو کې قرنطین شول او د سولې اړوندو غونډو او اعتراضونو کې ګډون نشي کولای.

دې زیاته کړه: "د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون اندېښنه درلوده چې په مذاکراتو کې ښايي د جګړه ځپلو افغانانو غږ وانورېدل شي نو موږ یوه بدیله لاره رامنځته کړه، موږ پر خپله ویب پاڼه او ټولنیزو رسنیو له ټولو افغانانو وغوښتل چې که د جګړې د هرې خوا قربانيان وي، له موږ سره دې خپلې تجربې او غوښتنې شریکې کړي، موږ به یې د مذاکراتو پر مهال له ټولو خواوو سره شریکې کړو."

مېرمن صالحي زیاته کړه چې په دې اقدام سره دوی د مخامخ غونډو بدیل رامنځته کول غواړي چې د سولې په بهیر کې د عادي افغانانو غږ له پامه ونه غورځېږي.