پکتیا کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف نوي بندیزونه اعلان شوي

پکتیا کې د خلکو پر لویو غونډو، په جوماتونوکې په جمع د لمانځه، ودونو او خیراتونو لپاره د خلکو پر راغونډېدو بندیز لګول شوی.

په پکتیا کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره نوي بندیزونه ولګول شو.

د پکتیا د والي ویاند عبد الله حسرت په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن د اپرېل په ۳مه، خپور شوی چې په ګردیز کې د کرونا ویروس د ۲ مثبتو پېښو تر ثبت وروسته پرېکړه وشوه چې د خلکو پر لویو غونډو، په جوماتونوکې په جمع د لمانځه، ودونو او خیراتونو لپاره د خلکو پر راغونډېدو بندیز ولګول شي.

حسرت ونه ویل چې دا بندیز به تر کومه دوام کوي.

بل پلو په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولین وایي، چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه یې د تندر قول اردو قرارګاه او ګارنيزيون ټول جزوتامونه قرنطين کړل او قول اردو ته په ننوتو بشړپ بندیز ولګېد.

د دې مرکز د رسنیو د برخې مسول ایمل مومند ازادي راډيو ته وویل، چې دغه ګام یې په دې ولایت کې د کرونا د دوو مثبتو پېښو له ثبت وروسته پورته کړی.

نوموړي د امنيتي ځواکونو له منسوبینو او د عامو خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې له نن وروسته دې دغه مرکز ته له ورتګ ډډه وکړي خو په وینا یې د قول اردو روغتون ته ور وړونکي نظامي ټپیان له دې امر څخه مستثنا دي.