بغلان کې ګرځبندیز اعلان شو

ارشیف

په بغلان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوی لپاره نن، د اپرېل په ۳مه، د پلخمرۍ ښار قرنطین شو.

په پلخمرۍ کې به د خلکو پر ورځنیو فعالیتونو بندیز وي.

د ازادي راډیو خبریال وایي چې د یو شمېر دولتي دفترونو مامورین به هم رخصت وي.

دا بندیز به له سبا (شنبه) عملي کېږي او تر راتلونکو ۲۱ ورځو به پرځای وي .

د بغلان سرپرست والي عبدالقدیم نیازي له خلکو غوښتنه کړې چې بندیز مراعت کړي که نه له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

په بغلان کې تر نن سهاره د کرونا ویروس دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.