ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له یو میلیونه واوښت

ارشیف

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تېره شپه له یو میلیون لوړ شو.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې د اپریل تر دوهمې نېټې پورې د دې ناروغۍ له کبله له ۵۱۴۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

د دې پوهنتون څېړونکي باور لري چې په کرونا ویروس د اخته خلکو او د دې ناروغۍ له کبله د مړو اصلي شمېره ښايي تر ډېره لوړه وي ځکه له یوې خوا بېلابېل هېوادونه د احصاییو لپاره بېلابېلې طریقې لري او له بلې خوا هغه کېسونه چې په ناروغ کې خفیف علایم ښکارېږي نه شمېرل کېږي، د دې ناروغۍ د ټسټ امکانات کم دي او په ځینو هېوادونو کې یې خلک پټوي.

د جانز هاپکنیز پوهنتون د احصاییو له مخې د کرونا ویروس تر ټولو زیات مثبت موارد په امریکا کې دي چې شمېر یې پرون له ۲۳۶ زرو واوښت خو له دې کبله د مړو تر ټولو لوړه شمېره چې څوارلس زرو ته نژدې شوې ده په ایټالیا کې ده.