د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د چین مرستې کابل ته راورسېدې

کابل ته د چین رارسېدلې مرسته

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د چین هېواد مرستې نن کابل ته ورسېدې.

د چین سفیر وانګ‌هو د افغانستان د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په حضور کې د دغو مرستو د تسلیمي پر مهال وویل چې چین د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د کرونا ویروس د مبارزې تجربې شریکې کړې دي.

هغه وویل نننۍ مرسته شوي وسایل به د کرونا ویروس د مخنیوي په لارو چارو کې مؤثرې تمامې شي.

د چین په دې مرستو شویو موادو کې ماسکونه، د تنفس دستګاوې او د ډاکترانو لپاره محافظتي لباسونه شامل دي.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش نن وویل چې د چین هېواد دا مرسته شوي مواد به په شفافه توګه ووېشل شي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳۹ ته رسېدلي دي.

دا پېښې داسې وخت زیاتې شوې چې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار تأیید کړه چې تازه په هرات کې د چهارشنبې په ورځ څه باندې ۴۰ نور کسان په کرونا اخته شول.

تر اوسه په افغانستان کې کرونا ویروس ۴ کسان مړه کړي هم دي.