ناټو سازمان نن د افغانستان په وروستیو پرمختګونو بحث کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

نن د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیران غونډه لري او د افغانستان په وروستیو پرمختګونو هم بحث کوي.

د ناټو سازمان دا غونډه د وېډيو کنفرانس له لارې دایرېږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون وویل چې په دې غونډه کې به د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ناټو په دایمي تعهد بحث وکړي.

هغه زیاته کړه چې شرایط سخت دي او طالبان او ټول سیاسي لوري باید د بین‌الافغاني خبرو د پيلېدو لپاره په خپل تعهد ودرېږي.