نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له نهه‌نیم لکو واوښت

ارشیف، په ایران کې په کرونا ویروس اخته کس

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له نهه نیمو لکو واوښت.

دا تازه شمېر نن د کرونا ویروس د قضیو د ثبتولو یوې وېب‌پاڼې ورلډومېټرس خپور کړی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې بیا ښيي چې نږدې نهه لکه او ۴۲ زره کسان په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په دې ډله کې امریکا د مثبتو قضیو له پلوه په لومړي سر کې ده ځکه هلته په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر نږدې ۲۱۷ زرو ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د مړو شمېر ۵۱۳۷ ښودل شوی.

په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو خلکو شمېر ۴۸ زره او د روغو شویو خلکو شمېر له دوو لکو کسانو اوښتی دی.