پوتین په روسیه کې د بېړني حالت د اعلان اجازه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر هغه قانون لاسلیک کړ چې حکومت ته اجازه ورکوي په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله بېړنی حالت اعلان کړي.

دغه قانون چې ولادیمیر پوتین پرون د اپرېل لومړۍ نېټه لاسلیک کړ، تر هغه یوه ورځ دمخه د پارلمان له‌خوا تصویب شوی وو.

دا قانون حکومت ته اجازه ورکوي چې په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان او د دې وضعیت په ترڅ کې جبري اجرایي مقررات رامنځته کړي.

روسي چارواکي په وروستیو ورځو کې د خلکو پر ګرځېدو لګېدلي محدودیتونه نور هم ډېر وي، په ځانګړي ډول په پلازمېنه مسکو کې چې ۲۱ میلیونه وګړی‌يې د کرونا ویروس د چټک خورېدو له کبله په کورونو کې ایسار شوي دي.

د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې روسي چارواکو د کرونا ویروس ۲۷۷۷ پېښې ثبت کړې دي. له دې ډلې ۲۴ تنه‌یې مړه شوي دي.