د بین‌الافغاني خبرو پر پیل د ناټو عمومي منشي ټینګار

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عموي منشي ینس سټولټنبرګ نن د اپرېل په لومړۍ، په افغانستان کې له ټولو سیاسي اړخونو او وسله‌والو طالبانو غوښتنه وکړه چې بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې تر پېل مخکې خبریالانو ته وویل: "اوسنی وضعیت ډېر پېچلی دی، اوس د دې وخت دی چې طالبان او ټول سیاسي اړخونه خپل رول ولوبوي. ټول باید کار وکړي یوازې د هغوی د تعهد او ډاډ په مټ بین‌الافغاني خبرې پیل کېدلائ شي."

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به د وېډیو له لارې خبرې کوي.

سټولټنبرګ همداراز وویل چې د دې کال تر دوبي به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر ۱۲ زرو ته راکم شي. هغه وویل چې د بهرنیو ځواکونو وتل مشروط کار دی.