هلمند کې ماین چاودنې ۸ ملکي وګړي وژلي

د هلمند نقشه

د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې اته ملکي وګړي وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند په یوه خبرپاڼه کې نن وویل چې د دې کسانو موټر په ماین الوتی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د چاودنې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

کومې ډلې لا د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.