تاجکستان د ازادي راډیو خبریالانو د کار د اجازې په اړه پرېکړه کوي

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو تاجکي څانګې خبریاله

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت باید نن د اپرېل په لومړۍ نېټه دا زادې اروپا/ ازادي راډیو د تاجکي برخې خبریالانو ته د کار د اجازې ورکولو یا نه‌ورکولو په اړه پرېکړه وکړي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر له میاشتې راهیسې، د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ۱۸ خبریالانو ته په هغه هېواد کې د کار کولو لپاره د اجازې ورکولو پرېکړه ځنډولې ده.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر جیمي فلاي د تاجکستان پر حکومت سخت انتقاد کړی چې د هغو ژرونالېستانو هڅو ته‌یې خنډ پېښ کړی چې هڅه کوي د تاجکستان خلکو ته د کرونا ویروس په اړه معلومات ورکړي.

جیمي فلاي پرون په یوه بیان کې د تاجکستان د حکومت له دې کاره چې په هغه هېواد کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبریالانو په کار کې لاسوهنه کوي او کار ته‌یې نه‌پرېږدي غصه او مأیوسي څرګنده کړه او پرون‌یې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر، سراج‌الدین مهرالدین ته یو خط ورواستاوه.

جیمي فلاي ویلي چې په تاجکستان کې چارواکي د ازادې اروپا/ ازادي راډیو له خبریالانو سره خبرې نه‌کوي او هغو غونډو ته‌یې نه‌وربولي چې د کرونا ویروس په اړه روغتیايي معلومات په‌کې شریکېږي؟