کابل چاپ ورځپاڼو د نورو ګڼو مسایلو ترڅنګ تر ډېره د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او د سولې مذاکراتو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، "د کرونا پر وړاندې د حکومت مجرمانه غفلت!"
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د حکومت لهخوا د کرونا د وژونکې او نړیوالې څپې پر خلاف له تبلیغاتي او تکراري شعارونو ورهاخوا نور هېڅ هم نهشته.
د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي، په دې کې شک نهشته چې د ښارونو تړل د دې وژونکي ویروس خپراوی محدودوي، خو د دې ترڅنګ افغانستان غوندې د پردیو پر اوږو بار حکومت او په ټوله کې د فقر او بېوزلۍ تر تندې څپې لاندې ولس خو همدغه قرنطین له پښو غورځوي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، حکومت باید له نړیوالې ټولنې او ملي سوداګرو جدي مرسته وغواړي، د دې لپاره باید منظم پروګرام اعلان شي او په وینا یې هره ورځ د ټلوېزیون پر پرده د څو یارانو قلقلې او تشې لفاظۍ دغه لویه ستونزه نهشي رفع کولای.
د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي حکومت د سیاسي اړخ انزوا او غلطې تګلارې په دې برخه کې ستر خنډ دی.
د ورځپاڼې په باور، که دوی له ملت سره خواخوږي درلودای وخته بهیې له ولس سره د پخلاینې لاره خپله کړې وه او هغه په سلګونه سلاکاران او حکومتي نازولي چې له څو کلونو راهیسې د زرګونه ډالرو امتیازات لري باید راوړاندې شي په دې بده ورځ کې له ولس سره مرسته وکړي.
سرمقاله لیکونکي لیکلي، په لنډو ټکو کې وایو چې د کرونا د تشخیص مرکزونه، روغتیایي او نور اړین وسایل باید زیات او دغه پروسه چټکه شي، یوازې قرنطین نیمګړې وقایه ده.
- هېواد
هېواد ورځپاڼې بیا له طالبانو سره د سولې په مسئلې ټینګار کړی او پوښتنهیې کړې چې "طالبان ولې د سولې لپاره چمتووالی نهشي نیولی؟"
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې په ملی او نړیواله کچه د افغان حکومت لهخوا له طالبانو سره د سولې لپاره د اعلام شوي مرکچي پلاوي ملاتړ او ننګه کېږی، خو طالبان بیا پرې نیوکه لري او وایي چې ګنې دا پلاوی ټولشموله نهدی!
په سرمقاله کې راغلي، دا د تعجب خبره او د سولې له خبرو د ډډې کولو لپاره پلمه ده، په اصل کې د افغان حکومت لهخوا د سولې لپاره وروستی مرکچي پلاوی ټولشموله دی او پهکې د هر قشر کسان شامل دی.
د سرمقاله لیکونکي په باور، په اصل کې هغوی طالبان د سولې لپاره خپلواکي نهلري او د افغانانو د دښمن تر واک او اختیار لاندې دي.
ورځپاڼه لیکي، طالبان په دغه حالت کې په هېڅ توګه د سولې لپاره تصمیم نهشي نیولی، نو هغوی پلمې لټوي.
سرمقاله لیکونکی لیکي، نو غوره ده چې د هغوی تر شا پر ولاړو لورو نړیوال فشارونه نور هم زیات شي چې طالبان پرېږدي چې د سولې لپاره تصمیم ونیسي.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې هم د سولې په مذاکراتو ټینګار کړی. سرمقاله کې وړاندې راغلي، "د سولې مذاکرات سطحي مهنیسئ."
د سرمقاله لیکونکي په وینا، د سولې په مذاکراتو کې ګډون باید امتیاز ونهګڼل شي او هغه باید یو شمېر هغو کسانو ته سیاسي تحفه ورنهکړل شي چې د ورځپانې په باور له خولې یې د شيدو بوی راځي.
سرمقاله لیکونکی لیکي، دا ډول سیاسي ګټه اخیستنه به دا پروسه له بندبست سره مخ کړي.
ورځپاڼه ټینګار کوي چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت باید غنیمت وګڼل شي او له دې فرصت څخه ګټه واخیستل شي.