په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۹۶ مثبتې پېښې

په هرات کې د کرونا پېښې ۱۴۳ تنو ته رسېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا مثبتې پېښې په هېواد کې ۱۹۶ ته ورسېدې.

د دې وزارت ویاند وحید مایار تېر ماښام وویل چې دا شمېرې وروسته تر دې لوړې شوې چې د نویو ۲۱ تنو پایله مثبته شوه. د کرونا تر ټولو ډېر ناروغان په هرات کې دي چې هلته ۱۴۳ تنو ته رسېږي.

په دې ترڅ کې تمه ده چې نن یوه اندازه طبي تجهیزات له چین څخه افغانستان ته راورسېږي.

د عامه او ستراتېژیکو چارو په برخه کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحید عمر پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې له دې وسایلو څخه به د کرونا ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره استفاده وشي.

هغه زیاته کړه: "د طبي تجهیزاتو محموله له چین څخه چې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لومړی مرکز و، افغانستان ته رارسېږي."

د لومړي ځل لپاره کرونا ویروس د چین په ووهان ښار کې وپېژندل شو او بیا د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادو ته خپور شو.