بریتانیا، فرانسې او جرمني ایران ته روغتيايي توکي لېږلي

ارشیف

بریتانیا، فرانسې او جرمني د ځانګړي سوداګریز مېکانیزم په کارولو سره ایران ته روغتيايي توکي لېږلي.

له دې اقدام سره پر ایران د امریکا له بندیزونو سرغړونه نه‌کېږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ وویل چې درې هېوادونو د انټيکس له لارې ایران ته روغتیايي توکي لېږلي.

انټيکس هغه مېکانیزم دی چې یو کال مخکې رامنځته شو چې له مخې یې پرته د امریکا له بندیزونو له سرغړونې، له ایران سره قانوني بشري سوداګري کېدای شي.

ایراني چارواکي وايي د واشنګټن پالېسۍ او بندیزونو له کرونا ویروس سره د دې هېواد د مبارزې وړتیا ته زیان رسولی دی.

ایران په نړۍ کې له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو زیاتې د کرونا ویروس پېښې لري.

متخصصین د کرونا ویروس پر رسمي شمېرو انتقاد کوي چې د ایران حکومت خپرې کړي.