ننګرهار کې ځیني کارګران: اولادونه به مو له لوږې ومري

ارشیف

که څه هم په جلال‌اباد ښار کې د کرونا ویروس له وېرې پخوانۍ ګڼه ګوڼه نه‌ترسترګو کېږي او لوی کاروبارونه درېدلي او د ښار ډېره برخه‌یې تړل شوې، خو ډېری خلک لا هم هره ورځ د ښار واټونو او چوکونو ته د کار روزګار د پیدا کولو او خپلې کورنۍ ته د نفقې د ګټلو لپاره د کار په تمه راوځي.

دغه خلک وایي، له کومې ورځې چې ښار تړل شوی، له هغې راهیسې یې مزدوري ورکه شوې او اندېښمن دي چې که خپل ورځنی ژوند همداسې مخ پر وړاندې یوسي، نو د کرونا پر ځای به‌یې اولادونه له لوږې ومري.

دوی وایي، حکومت بې له دې چې د خوار او غریب په اړه فکر وکړي او د دوی ژوند وسنجوي، په ښار یې بندیزونه لګولي دي.

د دوی په خبره، مخکې له دې چې ښار او کار وتړل شي، باید د نادارو خلکو د کار او نفقې لپاره‌یې له مخکې چمتووالی نیولی وی.

یو تن وویل: "زموږ دا دوهمه هفته وشوه چې دلته راځم او کار نه‌وي، ۱۰ کسان راترغاړه دي، کار روزګار نه‌شته بس دغلته وږي تږي ناست یوو او یو بل ته ګورو نو نور به څه وکړو؟"

د ننګرهار والي وایي چې هېڅ‌څوک له لوږې نه‌مري، خو د ښار په تړلو سره غواړي چې د سلګونه خلکو د مړینې مخه ونیسي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، سمه ده چې ناچاري او ستنونزې به وي، خو دا چې د کرونا د مرګوني ویروس مخنیوی شوی وي، مجبور دي چې د ښار ځینې هټۍ او د ګڼې ګوڼې ډک ځایونه بند کړي.

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار سربېره له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي توکو د کمښت او بیو لوړېدو په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتې شوي چې څه موده وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني خلکو ته ډاډ ورکړی و چې افغانستان د هېڅ ډول لومړنیو موادو له کمښت سره مخ نه‌دی.