'افغانستان کې ۷ میلیونه او ۵ لکه کسان د سېلابونو له خطر سره مخ دي'

بدخشان کې سېلاب

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، ۷ میلیونه او پنځه لکه کسان په ۲۰ ولایتونو کې د سېلابونو له خطر سره مخ دي.

دغه وزارت وايي، د هېواد په ځینو سیمو کې د حمل/ وري میاشتې له دوهمې نه تر اوسه پورې د سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

طبیعی پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۲» ازادي رادیو ته وویل، سېلابونو په دغه موده کې ۲۸۸ کورونه بشپړ ړنګ کړي، ۴۰۰ کورونو ته‌یې زیان رسولی او شااوخوا ۵۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه‌یې له‌منځه وړې ده.

هغه زیاته کړه: "هغو ولایتونو ته چې له شدید زیان سره مخ دي، خوراکي او غیر خوراکي مواد مو ورلېږدولي دي. هغه ولایتونه چې په زونونو کې دي او یا زونونو ته نږدې دي، ډېر چمتووالی ورته نیول شوی. زموږ د وړاندوینې له مخې که زیان ډېر شي، موږ ورته له زونونو څخه امکانات ورلېږدوو."

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي

ده، د وري میاشتې نه د پسرلي تر پاې پورې موده، د اورښتونو فصل یاد کړ.

ښاغلی عظیمي وايي، له خطر سره مخ کسان په درې ډلو وېشل شوي.

د ده په خبره، یو میلیون او ۲۹ زره کسان د سېلابونو له جدي خطر او دوه نورې ډلې له لږ خطر سره مخ کېدای شي.

د ده په خبره د لومړۍ ډلې خلکو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې په سرحدي سیمو لکه هرات، فراه، نیمروز او هلمند کې اوسېږي.

دا څرګندونې ورسته له هغې کېږي چې د افغانستان د هوا پېژندنې اداره، په ۲۵ ولایتونو کې د احتمالي زورورو اورښتونو، تالنده او برښنا او د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړی دی.

د دغې ادارې رئیس محمد نسیم مرادي ازادي رادیو ته وویل: "د روان کال د حمل په نهمه د اوبو کتلې د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ له‌خوا هېواد ته راننوتي. تر پنجشنبې پورې به خواره واره اورښتونه ادامه ولري. د حمل په ۱۱مه او ۱۲ مه د اورښت کچه د ۲۰ میلي مترو نه تر۵۰ پورې تخمین شوې او د واورې ضخامت له ۱۵ سانتي مترو نه تر ۳۰ پورې تخمین شوی دی. البته په مرکزي هوارو سیمو او سالنګونو کې."

په هرات ولایت کې سېلاب

د ښاغلي مرادي په خبره ډېر اورښتونه به د هرات، نیمروز، هلمند، کندهار، غور، دایکنډي، ارزګان، زابل، پکتیکا، غزني، بامیان، خوست، پکتیا، میدان وردک، لوګر، کابل، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، فاریاب او جوزجان ولایتونو او سالنګونو کې وشي.

د یادونې ده چې له تېرې ورځې د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې زلزلې هم شوې دي.

تېره شپه هم یوې زلزلې د افغانستان څو ولایتونو وخورول چې مرکز یې د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ تېرګران کلي پېژندل شوی او شدت‌یې د رښتر په حساب ۴،۹ درجې ښودل شوی، خو سیمه‌ییزو مسؤلینو یې تر اوسه د زیانونو په اړه څه نه‌دي ویلي.