د ننګرهار عامې روغتیا مسؤلین وایي، د هغه ناروغ د معایناتو نتیجه منفي راغلې چې د کرونا ویروس شکمنې نښې یې درلودې او تېره ورځ په روغتون کې مړ شو.
د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند ظاهر عادل نن سې شنبه د وري په ۱۲مه ازادي راډيو ته وویل چې یاد ناروغ ۶۵ کلن وو او د شکر او زړه د ناروغۍ له املهیې ساه ورکړې.
دا کس د ننګرهار اوسېدونکی وو.
د ښاغلي عادل په خبره، د دغه ۶۵ کلن سړي معاینات د مارچ په ۲۸مه کابل ته لېږل شوي وو چې تېره شپه ناوختهیې پایله له دوی سره شریکه شوه. ده وویل د ناروغ سړي مړی نن د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.
مخکې خلکو اندېښنه څرګنده کړې وه چې ښايي دغه ناروغ د روغتیایي کارکوونکو د بېغورۍ او په وخت د تشخیص نهکېدو له امله مړ شوی وي.
په ننګرهار کې تر اوسه د کرونا ویروس په تړاو ۷ پېښې ثبت شوي چې ۶یې منفي او یوهیې مثبته ده.