چارواکي: کندز کې ۶ طالبان او یو د ملي اردو سرتېري وژل شوي

ارشیف

د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې په وسله‌واله نښته کې د ملي اردو د یوه سرتېري او ۶ طالب وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په قولق سیمه کې د دولتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه چې د سهار تر درې نیمو بجو روانه وه.

د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۲» ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه ۱۲ بجې د طالبانو حمله پیل شوه او په نتيجه کې يې یو د ملي اردو سرتېری ووژل شو او درې نور ټپيان شول او همداراز ۶ وسله‌وال طالبان ووژل شول.

ده زیاته کړه: "د شپې پر ۱۲ بجو دښمن پر امنیتي ځواکونو حمله وکړه چې تر درې څلورو بجو يې دوام وکړ، په دې حمله کې زموږ د امنیتي ځواکونو یو کس شهید شو او درې ټپیان دي او د مخالف لوري ۶ کسان ووژل شول."

ښاغلي سعدي زیاته کړه چې نوي ځواکونه د مرستې لپاره ورسېدل او طالبان له سیمې ووتل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.