ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۲۷۵۷ ته ورسېد

په ایران کې د یاد ویروس د مثبتو پېښو رسمي شمېره هم ۴۱۴۹۵ تنو ته لوړه شوې ده.

په ایران کې د کرونا ویروس له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونوکې ۱۱۷ کسان مړه شوي دي.

په دې سره په دې هیواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۲۷۵۷ تنو ته ورسېد.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن د مارچ دیرشمه د ایران دولتي ټلویزیون ته وکړه.

د جهانپور په خبره په ایران کې د یاد ویروس د مثبتو پېښو رسمي شمېره هم ۴۱۴۹۵ تنو ته لوړه شوې ده.

ښاغلي جهانپور وایې په تیرو ۲ ساعتونو کې په دې هیواد کې ۳۱۸۶ نوي پیښي ثبت شوي دي.

نوموړي له ایرانیانو یو ځل بیا وغوښتل کې په کورونو کې پاتې شي.

ایران د نړۍ له هغو هیوادونو کې چې کرونا ویروس سخت ځپلی دی.