ازبکستان د هوایي ډګرونو فعالیتونه ځنډولي

دا محدودیت هم د هوایي ډګرونو د بند پاتې کېدو تر مودې پوري په پام کې نیول شوی دی.

ازبکستان د دې هېواد د ټولو هوایي ډګرونو فعالیتونه وځنډول څو د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي سره مرسته وشي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټول هوایي ډګرونه دې سر له نن څخه د اپریل تر ۲۰ پوري خپل فعالیتونه ودروي.

د دې هېواد یوه حکومتي کمېسیون له وړاندې د ازبکستان د ښارونو او ښارګوټو ترمنځ د وسایطو پر تګ راتګ محدودیت لګولی.

دا محدودیت هم د هوایي ډګرونو د بند پاتې کېدو تر مودې پوري په پام کې نیول شوی دی.

د ازبکستان د روغتیا چارواکو په خبره په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ تنو ته رسېدلی چې ۲ تنه په کې مړه شوي.

د دې په ګاونډي قرغزستان کې د کورنیو چارو وزارت نن د مارچ دیرشمه ویلي چې پولیسو ۱۰۸۷ کسان د ګرځبندیز د سرغړوني له کبله نیولي دي.

په دې هېواد کې پنځه ورځې وړاندې اعلان وشو چې د شپې له اتو بجو د سهار تر ۷ ټول افراد او نقیله وسایط له ګرځېدو منع دي.

په قرغزستان کې د کرونا ویروس ۸۴ پېښې ثبت شوي دي.

په قزاقستان کې نن دوشنبه د مارچ دیرشمه د کرونا ویروس لس نوي پېښې ثبت شوي چې د دې ویروس د ناروغان شمېر ورسره ۲۹۴ ته ورسېد.

یو تن یې له دې ویروسه مړ شوی دی.

د منځنۍ آسیا په دوو نورو هېوادونو تاجکستان او ترکمنستان کې تر اوسه د کرونا ویروس کومه پېښه رسماً نه ده ثبت شوې.