د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال آزادي راډیو ته وویل چې تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې شپږ افغان سرتېري په کې وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه: "دا چې زموږ امنیتي ځواکونه په فعال دفاعي حالت کې وو د وسله والو طالبانو دا لوی برید یې په شا وتمباوه او په متقابله جګړه کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واړوله، له بده مرغه په دې جګړه کې ۶ افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي."
ښاغلي سیال د طالبانو د تلفاتو دقیق شمېر یاد نکړ.
بلخوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن آزادي راډیو ته ویلي چې تېره شپه د کجکي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د بادغیس د والي ویاند نجم الدین برهاني هم آزادي راډیو ته د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو د برید خبره کړې ده.
د ښاغلي برهاني په خبره دا برید د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوی چې د ده په خبره یو پولیس افسر په کې وژل شوی او ۲ نور سرتېري ټپیان دي.
دغه چارواکي طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.