کورنیو چارو وزارت: هرات کې ۴۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد کشف شوي

ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي په هرات ولایت کې ۴۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد کشف شوي دي.

د دغه وزارت په یوې خبرپآڼه کې راغلي چې دا امونیم نایتریت په یوه باروړونکي موټر کې ځای پرځای شوي و.

د غه موټر د غوریان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو لاس ته لویدلی، خو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې یې د وخت په اړه څه نه دي ویلي.

د دغه وزارت چارواکي وایې د دې موادو په کشفولو سره په هرات ولایت کې د لسګونو ترهګریزو پېښو مخه ونیول شوه .

د کورنیو چارو وزارت په وینا له امونیم ناتریت څخه د ډیری وسله والې ډلې په ځانګړي ډول طالبان د سړک غاړي ماینونو په جوړلو او نورو تخریبي فعالیتونو کې کار اخلي.