پکتیا د درېیو اوونیو لپاره قرنطین شو

د ګردېز ښاریان بیا وایي چې لا هم ښار ته له ولسوالیو او نورو ولایتونو څخه خلک ازاد تګ راتګ کوي.

د پکتیا سیمه‌ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د درېیو اوونیو لپاره د قرنطین موده اعلان کړې.

د دغه ولایت والي شمیم خان کټوازی وایي، له نن وروسته به په ښار کې د خوراکي توکو، درملتونونو، صرافیو، نانوایي او بانکونو پرته ټولې هټۍ تر دوهم امر پورې تړلې وي.

د ګردېز ښاریان بیا وایي چې لا هم ښار ته له ولسوالیو او نورو ولایتونو څخه خلک ازاد تګ راتګ کوي چې په وینا یې که‌یې مخه ونه‌نیول شي، شاید د ویروس د انتقال سبب وګرځي.

خو ښاغلی کټوازی وایي چې ښار ته داخلېدونکي موټر به هم محدود کړي.

له بلې‌خوا د پکتیا پوهنتون د طب پوهنځي مسؤلینو خپل محصلانو ته د انلاین زده‌کړو سیستم رامنځته کړی چې په وینا یې له نیمایي زیات محصلان ترې په عادي ډول خپل تحصیل ته ادامه ورکوي.

د طب پوهنځي رئیس ډاکتر محمد شریف فورقاني ازادي راډیو ته وویل: "یوازې د طب پوهنځي مسؤلینو نه، بلکې د پکتیا د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، د پکتیا له ملي ټلوېزیون او سیمه‌ییزو راډیوګانو له لارې خپلو زده‌کوونکو ته تدریس بهیر پیلوي."

که څه هم په پکتیا کې د کرونا کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېره ۱۴۱ کسانو ته ورسېده چې له ډلې یې ۴ کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور بیا له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.