پاکستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۵۰۰ واوښت

پاکستان

په پاکستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له یو نیم زرو واوښت.

د پاکستان د روغتیا وزیر ظفر میرزا یکشنبه وویل چې شنبه او یکشنبه‌یې ۱۲۱ تازه پېښې ثبت کړې دي.

د هغه په خبره په پاکستان کې د کرونا ویروس ۷۰ فیصده مثبتې پېښې د هغو کسانو دي چې له ایرانه دغه هېواد ته ورستانه شوي دي.

په پاکستان کې تر دې دمه د کرونا ویروس له لاسه ۱۴ کسان مړه شوي دي.

د دغه هېواد په لویو او وړو ښارونو کې ګرځ‌بندیز وضع شوی دی.

د پاکستان د روغتیا وزارت وايي شاوخوا ۱۳۰۰۰ مشکوکې پېښې هم شته چې له ډلې یې اته زره کسان په قرنطین کې دي.