افغانستان کې کرونا ویروس؛ ۱۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې

د ایران څخه راغلي افغان کډوال

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۴۵ ته ورسېدې.

د هرات د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم تمنا یکشنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې ۲۲ کسان یکشنبه په هرات کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په (کوویډ-۱۹) یا کرونا ویروس د اخته ۱۴۵ کسانو له ډلې تر اوسه ۴ تنه مړه شوي چې درې یې په هرات او یو یې په بلخ کې دی.

د کرونا ویروس له امله د افغانستان پلازمېنه کابل، هرات، ننګرهار او ځینې نور لوی ښارونه قرنطین شوي دي.

له افغانستانه بهر هم د کرونا ویروس له امله یو افغان د ايټالیا په تورین ښار کې شنبه ماښام مړ شوی دی.

دا خبره په ایټالیا کې د افغانانو د ټولنې مشر اختیارګل مشرقیوال یکشنبه ماښام ازادي راډیو ته تأیید کړه او ويې‌ویل چې دوه نور افغانان هلته په کرونا اخته شوي.

هغه زیاته کړه: "په ایټالیا کې ۲۰ زره افغانان اوسېږي. له دې ډلې زموږ یو افغان ورور په تورین ښار کې وفات شوی او دوه نور افغانان په کرونا اخته شوي چې یو یې بېرته ښه شوی هم دی."

ښاغلي مشرقیوال وویل چې د وفات شوي افغان جنازه په تورین ښار کې خاورو ته سپارل کېږي او نور افغانان هم په بشپړه توګه قرنطین دي.