خوست کې د کرونا ویروس ۲ مشکوکې پيښې ثبت شوې

ارشیف

د خوست روغتیايي مسوولین وايي، چې په لومړي ځل په دې ولایت کې د کرونا ویروس ۲ مشکوکې پېښې ثبت شوې.

دوی یاد مالومات د یکشنبې ورځې مازدیګر رسنیو سره په یوه خبره ناستې کې شریک کړل.

د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري وویل، دا کسان په اصل کې د لوګر اوسېدونکي دي خو کورونه يې خوست کې دي.

دی زیاتويو مشکوک کسان له ایرانه راستانه شوي، څو ورځې د هرات ښارپه هوټلونو کې پاتې شوي او له بستر کیدو یوه ورځ مخکې خوست ته راغلي دي.

ده وویل، دا مشکوک کسان يې د کرونا ویروس د پېښو لپاره په ځانګړي شوي کادري روغتون کې بستر کړي دي.

د خوست د عامې روغتیا رئیس وویل، هغه ټول کسان به قرنطین شي، چې دې کسانو سره په تماس کې شوي دي.

ښاغلی انصاري زیاتوي: "په خوست ولایت کې بدبختانه موږ ۲شکمنې پېښې لرو، چې دا کسان په کادري روغتون کې زموږ سره بستر شوي دي، زموږ د مسوول کس لخوا يې نمونه اخیستل شوې، مرکز ته لېږل شوي او خدای دې وکړي چې دا پېښې منفي شي، دا کسان د لوګر ولایت دی، له ایران څخه راغلي وو، له هغې وروسته په هرات کې تم شوي او په تعقیب يې خوست ته راغلي، دوی به خامخا دوستانو سره تماس شوی وي، تاریخچه يې اخلو، هغه کسان چې دوی سره تماس کې شوي دي، هغوی موږ قرنطینوو."

د عامې روغتیا وزرات د وروستیو ۷ نویو مثبتو پېښو په ګډون په دې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۳ ښيي.

تر اوسه ۳ کسان په افغانستان کې د کوېډ- ۱۹ناروغۍله کبله مړه شوي دي.