په کندز کې کلالان وايي، چې د اړوند چارواکو د نه پاملرنۍ له کبله د دوی دغه دودیز او لرغونۍ صنعت مخ په ورکېدو دی.
د کلالي صنعت په افغانستان کې یو له لرغونو او مهمو صنعتونو څخه شمېرل کېږي.
خو په اوسنې ماشیني او عصري زمانه کې له کلالي لوښو څخه په افغانستان کې په زیاته پیمانه ګټه نه اخېستل کېږي، خو په کورونو کې د ګلانو ساتنې لپاره د ګلدانیو او دغه شان د مستو، شړمبو او د اوبو لپاره لاهم د کلالانو په لاس له جوړو شویو خاورینو لوښو څخه ګټه اخېستل کېږي.
اسدالله احمدي چې په کندز ښار کې د کلالي دوکان لرې وايي، دغه کسب له پلار څخه ورته په میراث پاتې دی وايي: "کوم کیفیت چې د کلالۍ په لوښو کې دی پلاستیکي، نکلي او حلبي لوښو کې نشته، په خاورین لوښو کې څښاک او خوراک ځانګړي خوند کوي، ځکه د انسان روغتیا ته زیان نه رسوي."
اسدالله وايي، دغه لرغونۍ صنعت دپلاستکې او غیر معیاري لوښو وارده ولو له کبله د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی.
خو د کندز د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي لاهم د کلالانو دوکانونو ته راځي او د شړمبو جوړولو لپاره ځانګړي منګي او د ډوډې پخولو لپاره تنورونه رانیسې.
د کلالۍ صنعت افغانستان کې اوږد تاريخ لري او د تاریخي معلوماتو له مخې د دغه صنعت لرغونوالى ان د اريايانو تر زمانې پورې رسېږي.
سربېره پردې دغه کسب يو ځانګړی کلتوري ارزښت هم لرې چې د افغانانو د لرغونو آثارو ډېره برخه هم د كلالانو هغه خاورين لوښي جوړوي چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د کېندنو پر مهال موندل شوي دي.