افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۳ ته ورسېد

کرونا ویروس د مثبتو مواردو شمیر ۱۱۳ تنو ته لوړ شو.

د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې په کرونا ویروس د ۷ نویو مواردو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن ازادۍ راډیو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷ نوې پېښې په هرات او سرپل ولایتونو کې ثبت شوي چې له دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو مواردو شمېر ۱۱۳ تنو ته لوړ شو.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل او هرات په لابراتوارونو کې ۱۱۲ مشکوکې پېښې څېړل شوې چې له دې جملې ۷ مثبتې پېښې تأیید شوي چې ۶ په هرات او یوه پېښه په سرپل کې وې.

د عامې روغتیا وزارت همداراز وايي چې د کویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله په هرات او بلخ ولایتونو ۳ تنه کې مړه شوي دي.