هرات کې د اوړو کارخونې په ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۰ ټنه اوړه تولیدوي

ارشیف

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، د دې ولایت د اوړو کارخونې په ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۰ ټنه اوړه تولیدوي.

د دې خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د دې ولایت د کارخونو په فعالیت سره د کرونا ویرس له امله د لارو بندېدل او قرنطین د توکیو په بیو اغېز نه دی کړی.

نوموړي وویل، چې اوسمهال په هرات کې یوازې د اوړو د تولید په برخه ۳۲ کارخونې فعالیت کوي چې د هرات سربېره نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږی.

ښاغلی غوثي وایي، دا مهال د فراه، نیمروز او د هرات د ولسوالیو غنم د هرات مرکز ته راځي او دغه کارخونې غنم په اوړو بدلوي او بازار ته لېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا ویروس د پېښو له زیاتېدو سره حکومت هرات او یو شمېر نور ښارونه قرنطین کړل او د توکو بیې هم ورسره لوړې شوي.