د چین په ووهان ښار کې ژوند د عادي کېدو په حال کې دی

خلک په پارک کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په خیمه کې خواړه خوري.

د چین په ووهان ښار کې چې د کرونا ویروس اصلي ټاټوبی بلل کېږي، ژوند د عادي کېدو په حال کې دی.

دې ښار تقریباً دوه میاشتې تر قرنطین لاندې تېرې کړې، خو په نوره نړۍ کې خلک له دې ویروسه کړېږي.

په ووهان کې پرون د مارچ په ۲۸مه، ټرانسپورتي خدمات بېرته پېل شوي او سرحدونه‌یې هم پرانیستل شوي دي.

په چين کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه ۳۲۹۹ تنه مړه شوي چې ۳۱۷۷ زره‌یې په هوبې ولایت کې وو.

د چین حکومت په هوبې کې سخت بندیزونه لګولي و، سرحدونه تړلي او ټول ټرانسپورتي خدمات په ټپه درېدلي وو.

خو د چین د حکومت سختګیرانه اقداماتو نورې نړۍ ته د دې ویروس خپرېدو مخنیوی ونه‌کړائ شو.

د چین چارواکو پرون وویل چې ۵۴ نوې پېښې یې ثبت کړې، خو ټول له بهره ورغلي کسان دي.