له هند نږدې ۲۵۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته راستنېږي

کام‌ایر شرکت له نوې ډېلي کابل ته د ستنېدو لپاره د یوه ټکټ بیه ۳۸۰ ډالره ټاکلې.

له هنده د نږدې ۲۵۰۰ افغانانو د بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده.

هند کې د افغانستان سفارت شارژدافیر پرون د مارچ په ۲۸مه، پر ټویټر لیکلي چې هغه افغانان به چې د پروازونو د لغو کېدو له امله هلته پاتې وو، په څو پروازونو کې افغانستان ته ولېږدول شي.

د هند حکومت تېره اوونۍ کام‌ایر هوایي شرکت ته اجازه ورکړه چې په پنځو پروازونو کې افغان مسافر له هنده کابل ته ولېږدوي.

کام‌ایر شرکت ویلي چې له نوې ډېلي کابل ته د ستنېدو لپاره د یوه ټکټ بیه ۳۸۰ ډالره ټاکل شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د دوبۍ له نړیواله هوايي ډګره هم یو شمېر افغانان کابل ته ولېږدول شول.

په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه په هرات کې چې له ایران سره پوله لري، ثبت شوه.

ایران د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې کرونا ویروس سخت ځپلی.