پکتیا کې چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه زخمیان دي

ارشیف، پکتیا مرکز ګردېز کې چاودنه. انځور تزئیني بڼه لري.

په پکتیا کې پرون د مارچ په ۲۸مه، د ماین په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه زخمیان شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه په ګردېز کې شوې ده.

عبدالله حسرت زیاته کره: "د ګردېز ښار د ابراهیم‌خېلو په کلي کې د دښمن د ماین په چاودنه کې یو ۶ کلن ماشوم شهید او یو ۸ کلن او بل ۴ کلن ماشوم زخمي شوی دی."

حسرت ادعا وکړه چې وسله‌والو طالبانو د احمدابا په ولسوالۍ کې یو ملکي وګړی د کرکټ د لوبې په وخت ویشتی او وژلی دی. د پکتیا د والي ویاند همداراز ویلي چې د روحاني بابا په ولسوالۍ کې څلور وسله‌وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل او زخمیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دې کړي.