د کندز ځینې اوسېدونکي: د طالبانو د بریدونو زیاتوالي اندېښمن کړي یوو

ارشیف

که څه هم په افغانستان کې د سولې ټېنګښت ته د خلکو امیدواری زیاته شوي ده، خو د هېواد په شمال ختېځ زون په کندز ولایت کې د ناامنیو په اړه د خلکو اندېښنې لاپرځای دي، ځکه نن شنبې د کندز ښار شمال خوا د پُل سفید سیمه د جګړې شاهده وه.

د دې ولایت یو تن اوسېدونکي عبدالجلیل جیلانې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له څو ورځو راهیسې وسله وال طالبان د ښار نږدې څنډو کې د دولتي ځواکونو پر پوستو برېدونه کوي او خلک ډېر زیات وارخطا او په وحشت کې ژوند کوي او دولت دې ستونزې ته هېڅ رسېدنه نه کوي او موږ له دولت نه غواړو چې د کندز وضعیت ته توجه وکړي."

د کندزیانو په وینا، چې په دې وروستیو کې یوځل بیا د ښار په نږدې څنډو او دغه راز د دې ولایت په ولسوالیو کې پر دولتي ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستې او دې روان وضعیت خلک سخت اندېښمن کړي دي.

بل خوا د کندز امنیتي چارواکي وايي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د وسله والوطالبانو هر ډول بریدو پر وړاندې پوره چمتوالی لري او دغه ډلي اجازه نه ورکوي چې عامه نظلم اخلال او د خلکو ترمنځ وېرې خپره کړي.

ددې ولایت د امنې قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري په دې اړه وویل: "دولتي ځواکونه د وسله والو طالبانو هرډول برېدو پر وړاندې پوره چمتوالی لري او نن هم دغې ډلې د کندز ښار پُل سفید سیمې کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي وو چې د دولتي ځواکونو له لورې پرشا وتمبول شو او په نتیجه کې درې تنه طالبان ووژل شول او درې تنه یې هم ټپیان شول او افغان ځواکونو ته په کې کوم زیان نه دې رسېدلی."

د کندز ولایتي شورا انتقاد کوي، چې تېر کال د دې ولایت په کچ د افغان ګډو ځواکونو له لوري څو ځلي په بېلابېلو نوم د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف پوځي عملیاتونو ترسره شول، خو لاهم د ښار په نږدې څنډو کې وسله وال طالبان حضور لري او هره ورځ د دې ولایت د ښار نږدې څنډې او لويې لارې د جګړو شاهدې وي.