ایران نن وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې ۱۳۹ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شول.
له دې سره په ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړینې شمېر څه باندې۲۵۰۰ شو.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن شنبه په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې هغلته د کرونا څه باندې زر نوې پیښې ثبت شوې چې ورسره په ټول هېواد کې د کرونا د پيښو شمېر نژدې پنځه دیرش نیم زره شو.
په همدې حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ټینګار کړی چې ایراني چارواکي به راتلونکو دوو اونیو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي.