په ننګرهار کې د چسپکي ماین چاودنې دوه تنه ووژل.
د ننګرهار چارواکي وایي چې نن شنبه له غرمې وروسته شااوخوا یوه بجه د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په سربند سیمه کې د دیني عالم شیدا پر موټر د نښلول شوي ماین چاودنې خپله مولوي شیدا او د ده زوی وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند په دې اړه ازادي راډيو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې په دغه پېښه کې د یوه دیني عالم په ګډون ۲ تنه ټپیان شوي هم دي چې په خبره یې، وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
د ننګرهار ولایتي ادارې دغه پېښه غندلې او دا یې د حقیقي عالمانو پر وړاندې د دښمن جاهلانه کړنه یاده کړې ده.
تر دې مهاله د پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.